روان کال ، موږ چیري یوو او چیري ځو !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

چې په یو قدم تر عرشه پورې رسي ما لیدلی دی رفتار د درویشانو رحمان بابا د ۱۷۴۷ کال د اکتوبر په ۱۴ مه ، کندهار کې د افغاني مشرانو په ملي جرګه کې چې د شیر سورخ په مزار کې جوړه شوې وه ، احمدشا ابدالي د افغانستان د ټولواک پتوګه ومنل شو چې لږ روسته د افغانانو لخوا د بابا په توګه یاد شو . د همدې ملي جرګې د پریکړو په مټ په سیمه کې د لوی او ویاړلي افغانستان د بنسټ ډبره کېښودل شوه . یوازې دوه میاشتې مخکې د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۱۶ مه کابل کې د ۲۰۳۰ مختازو افغانانو په ګډون دودیځه لویه جرګه جوړه شوه چې افغان دولت ته يي سلا او واک ورکړ چې د سیمې او لری پرتو هیوادونو سره اوږمهاله ستراتیژیک تړونه لاسلیک کړي او د سولې او ټیکاو لپاره افغانان په یوه چرګۍ راغوند کړي . ددې جرګې د سلا او لارښوونو پر بنسټ افغانستان ، له هندوستان سره چې په تاریخي لحاظ تل د افغانستان خواخوږی او دوست پاتې شوي تر نورو لومړی د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ. ددې تړون په لاسلیک سره ، افغانستان او هند په سیمه کې نویو اړیکو او دندو ته ورپوريوتل . د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د روان کال د جنورۍ ترپایه به د ایټالیا ، فرانسې او انګلستان سره ورته تړونونه لاسلیک شي او په راتلونکو څو میاشتو کې به د اروپا د ټولنې ، امریکا او استرالیا سره هم داسې تړونونه لاسلیک شي . ددغو تړونونو په شتون کې به افغانستان د اروپا ، امریکا او استرالیا د لویو وچو ترمنځ د پله حیثیت تر لاسه کړي او د اسیا په استازیتوب به ټوله سیمه له نړۍ سره وصل کړي . افغانستان چې په طبیعي توګه هم د جنوبي او منځنۍ اسیا او همدارنګه د منځني ختیځ د پیوستون لار ده ، ددغو تړونونو په مټ به د نړۍ ختیځ له لویدیځ او شمال به له جنوب سره چې د ۲۱ مې پېړۍ غوښتنه ده یوځای کړي . پامیر چې لا پخوا د نړۍ بام ګڼل کېده دا ځل به د سیمې او نړۍ تر منځ د پيوستون بېلګه شي . امو او اباسین به یوله بله غاړې وځي او تر منځ پراته ولسونه به خړوبه کړي . د افغانستان د لویا او عظمت سندره بیا په اوریدو شي او دا وار به افغانستان ځان او سیمې ته وروري ، ګډ ژوند ، نوی تخنیک ، علم او پانګه راوړي . تېر کال کې موږ د دوهم بن کنفرانس شاهدان وو . دې کنفرانس کې د جرمني په کوربتوب او د افغانستان په مشرۍ د نړۍ له ۹۰ څخه د زیاتو هیوادو او نړیوالو ټولنو استازو ګډون کړی وو. کنفرانس کې ګډونوالو هیوادونو تر ۲۰۱۴ کال روسته افغانستان سره د نړیوالو مرستو ژمنې وکړي چې افغانستان کې یو پیاوړی حکومت رامنځته شي ، د افغانستان اقتصاد وده وکړي ، سیمه ایزي همکارۍ پراخه شي او افغانستان په ټولنیزه برخه کې پرمختګ وکړي . د ناټو دا ژمنه چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسی او د امنیت چارې به افغانانو ته سپاري او ددې ژمنې په پلیتابه کې هره ورځ موږ د نویو بریاوو شاهدان یوو ، د دولت وسلوالو مخالفینو ته نور د ځېل ، ټينګار او جګړې پلمه نه پاتیږی چې ووايي بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځی . بلخوا افغانستان په سیمه کې د ښه ګاونډيتوب په نیت چین سره د عینک د میسوکان تړون لا پخوا لاسلیک کړی و او دا ځل يی د امو د تیلو ډنډ هم چین ته ورکړ . خپل بل ګاونډي هند ته يي د حاجي ګک د اوسپني کان په ورکړې سره د سیمه ایزې همکارۍ پوخ بنسټ ایښی دی . په دې توګه وینو افغانستان له ستونځو او ننګونو سره سره چې له چا پټې نه دي په سمه لار روان دی ، هغه څه چې په دې لار کې کمښت او نیمګړتیا ده هغه په کور دننه د دولت په وړاندې د ټاکلو کړیو بېځایه لالچ او سرخوږي ده چې د ځینوګاونډیانو لخوا د دولت په وړاندې لمسول کیږي . کله چې ناټو چمتو شوې ، خپلو ځواکونو ویستلو ته مهالویش جوړکړي او د هغه په پليتوب يي پيل کړی نو طالبان او د دولت نور وسلوال مخالفین د کومې موضوع په اړه غواړي له امریکا او ناټو سره خبرې وکړي ؟ ناټو او امریکا سره د افغاني چارو په اړوند د دولت د ټولو مخالفینو که دا په دولت کې دننه او یا له دولته بهر دي د خبرو وخت تېر شوی ، دا مخالفین باید نور د خپلو ستونځو په تړاو د افغان دولت سره مخامخ خبرې پيل کړي او په دې اړه خبرې وشي چې څنګه د افغانانو پر خاوره سوله خپلې وزرې وغوړوي ، جګړه پا یته ورسیږي ، افغانان یوبل سره غیږ کې ونیسي او ټول په ګډه یوه داسې دولتي اداره جوړه کړي چې د افغانانو غوښتنو او اړتیاوو ته ځواب وویلي شي . بلخوا افغان دولت باید د ناټو ځواکونو د وتلو په درشل کې نویو حالاتو ته په پام ، د طالبانو ملي غوښتنو ، په واک کې د هغوی د ونډې ، په دولت کې د هغو کړیو د واک د مهارتیا په اړه چې هغوی طالبانو سره په نورو لاملونو دوښمني پالي او په ټوله کې د ادارې د سمون په اړه چې راتلونکې کې پر ملي ستونځو له بري برسېره د نړیوالې ټولنې اندیښنې ایسته کړي او د هغوی مرستې جلب کړی ، له سره پاملرنه وکړي . په تېرکې د طالبانو یوه غوښتنه دا وه چې افغان دولت کې د پښتنو ونډه په نیشت حساب ده او دولت په ټوله کې د شمالټلوالې په لاس اداره کیږي . دا ستونځه چې اوس هم شتون او ادامه لري په دوه لاملونو يي د جګړې سنګر تود ساتلی او افغانان يي د وروڼو پر ځای یو بل ته په کمین کې کښینولي . لومړی دا چې شمالټلوالې د سیمې د ځینو دولتونو او استخباراتي کړیو په لمسون ، هڅه کړې دولت کې پښتانه کادرونه د طالبانو په نوم او د پاکستان په ملاتړ تورن کړي او په دې وسیله يي له دولته لری وساتي . دې چلند طالبانو ته پلمه په لاس ورکړې چې ځان د پښتنو خواخوږي راوپېژني او د شمالټلوالې سره په جګړه کې د پښتنو د روا غوښتنو دعوه مخې ته بوځي . شمالټلواله هم چې مشران يي د یوه مافیايی بانډ غړي دی د هیواد شمال وګړو ته وايي چې دوی ( شمالټلواله ) ستاسي ریښتینی استازي دي ،که چیری پر دغه مافیايي کړۍ راټول نه شي طالبان به مو ژوندي تېر کړي او په دې وسیله دوی هم له طالبانو سره د جګړې ډګر تود ساتي . بلخوا د شمالټلوالې په چلوټو ، په دولت کې د پښتنو کادرونو پیکه توب د پنجاب تبرګي ته د لاستی لامل شوی چې دوی ( پنجاب ) طالبانو ته ووايی چې ستاسو ملاتړ کوو ، ولاړ شۍ افغانستان کې شمالټلوالې څخه د پښتنو خوړل شوي حقونه ترلاسه کړۍ او په جګړه کې درسره سنګر په سنګر مرسته کوواو سره ګډ جنګیږو ! په کور دننه د افغانستان په جګړه کې اصلا شمالټلواله او بلخوا طالبان او اسلامي ګوند سره مخامخ دي . په دولت کې د ټلوالې ونډه زیاته ده او دغه ونډه د طالبانو او اسلامي ګوند لپاره د منلو وړ نه ده. دواړه لورې په درواغو سره د شمال او جنوب د ولسونو په استازیتوب دعوه لري ، البته دواړه لوري د سیمي د هیوادونو لخوا ددې جګړې ادامې ته لمسول کیږي او جګړه تل توده ساتل کیږي . د افغانستان په اوسنۍ غمیزه کې ، یوخوا د شمالټلوالې په استازیتوب جمعیت او نظارشورا او بلخوا طالبان او اسلامي ګوند وتلې ونډه لري . اوس هم دغو دواړو لوریو ته د سیمې او لري پرتو هیوادونو مرستې چالان دي او په یوه یا بله بڼه هیواد کې د سولې مخې ته خنډ او د مرکزي دولت په وړاندې جنګیږي . د افغان دولت د سیاست مرکزي کړۍ باید دا وي چې څنګه له دغو سړیخورو څخه د شمال او جنوب برمته ولسونه وژغورل شي او له دوی څخه څنګه سیمه ایز استخباراتي مالي او وسلوال ملاتړ ختم شي . روان کال کې باید موخه دا وي چې د شمال ولسونه د جمعیت او نظارشورا او د جنوب ولسونه د طالبانو او اسلامي ګوند له کوډو او جادوګیریو نه راخلاص شي او د مساوي افغانانو او وروڼو پتوګه په یوه چرګۍ راغونډ شي . بلخوا طالبان باید د پنجاب پر ځای افغان دولت سره خبر وکړي او له افغانستانه مرسته وغواړي . نن ددې وخت راغلي چې نظارشورا د پنجشیر له څمڅو او طالب او اسلامي ګوند د تورې بورې له څمڅو راووځي او په غړېدلو سترګو افغانستان او نړۍ وګوري او له نړیوال بهیر سره چې افغانستان ته يي د مرستې ژمنه کړې همغږي شي . زموږ دواړه ګاونډیان ایران او پاکستان له ترهګرو څخه د ملاتړ او له نړیوال بهیر سره د ټکر په لامل په سیمه او نړۍ کې د ګوښه توب په ګړنګ ورروان دي . له دې کبله هم افغانانو ته تاریخي فرصتونو غیږه پرانیستې . اوس په افغانانو پورې اړه لري چې څنګه خپلمنځي تربګنۍ لري کړي ، له دې فرصتونو ګټه پورته کړي ، په مرکزي حکومت راټول شي او د وخت غږ واوري . بلخوا دولت ته هم پکار دي چې د پیل غوږ کې له اوږده خوبه راپاڅي . د نړیوالو په مرسته تر ۲۰۱۴ پورې له منځلارو ځواکونو څخه د دولت کړۍ ډکې کړي او خپله د اجتماعي خدمتونو ونډه زیاته کړي څو دولت افغانانو ته مخ پيدا کړي او په دې وسیله په ولس کې د دولت ریښې ټینګی شي . که د دولتي ادارې په څنډلو کې ولس د افغان دولت اراده ، لیوالتیا او اقدامات وګوري افغانان به په مرکزي دولت راټول شي . که اساسي قانون چې د افغانانو د غوښتنو او نړیوالو د ملاتړ په مټ رامنځته شوی دولت پلی کړي ، مخې ته به تللي یوو او ډېرې ستونځې به مو شاته پریښې وي . روان کال باید د هڅو او دریځونو د نږدې کېدو کال وي . د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۲ مه
January 4th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات